IQNA

د اسلامي نړۍ یووالی او وحدت ،د سترو قدرتونو د باج غوښتنو پر وړاندې د درېدا یوازینۍ لاره (مقاله)

6:45 - April 03, 2025
د خبر لمبر: 3490906
ایکنا -  امام خامنه يي د تېرې دوشنبې یعنی د نیکمرغه کوچني اختر په ورځ د ایران د اسلامی نظام له چارواکو، د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او د ایران د خلکو له مختلفو طبقو سره په کتنه کې، د اسلام مخ پر زیاتیدونکي عزت او د سترو قدرتونو له زور ویلو او باج غوښتلو سره مقابله، د اسلامي امت د وحدت او بصیرت په سیوري کې وبلله.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نظام له چارواکو، د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او د ایران د ولس له یوې ډلې سره په کتنه کې، د ټولو اسلامي هېوادونو په لور د ایران د اسلامي جمهوریت د ورورولۍ لاس اوږدولو باندې په ټینګار سره وویل: په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټي رژیم او د هغه د ملاتړو له بې سارې جنایتونو سره د مقابلې یوازینۍ لاره، د اسلامي دولتونو یووالی، اتحاد او همپالنه ده.

پارس ټوډې د رهبرۍ د ستر مقام د اطلاع رسونې دفتر د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې امام خامنه يي په دې لیدنه کې  د ایران ملت او اسلامي امت ته د کوچني اختر د مبارکۍ په ویلو سره، دا اختر د اسلامي نړۍ تر منځ د پیوستون یو ټکی او د اسلام او د هغه د ګران پیغمبر د عزت د زیاتوالي لامل وباله او زیاته یې کړه: د اسلامي عزت د زیاتوالي لپاره د اسلامي امت یووالي، همت او بصیرت ته اړتیا ده.

هغوی د نړۍ پرلپسې او چټکو پېښو ته په اشارې سره وویل: د دغو ګړندیو پېښو په مقابل کې، اسلامي حکومتونه باید خپل دریځ په چټکتیا او دقت سره وټاکي او د هغو لپاره فکر او پلان جوړ کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د مسلمانانو پراخ نفوس، د طبیعي شتمنیو زیاتوالی او د نړۍ په حساسه جغرافیه کې د دوی شتون، د اسلامي نړۍ مهم فرصتونه وبلل او څرګنده یې کړه: له دغو حساسو فرصتونو او حالاتو څخه د استفادې لازمه، د اسلامي نړۍ وحدت دی. البته اتحاد په ټولو سیاسي تمایلاتو کې د دولتونو یو کېدل یا د هغوی یو فکر کېدلو په معنی نه دی، بلکې د ګډو ګټو د پېژندلو او د ځان د ګټو تعریف کول په داسې ډول چې د یو بل تر منځ د اختلاف او جنجال لامل نه شي.

هغوی پر ​​دې باندې په ټینګار سره چې ټوله اسلامي نړۍ یوه کورنۍ ده او اسلامي دولتونه باید په دې نظر سره فکر او عمل وکړي، زیاته کړه: اسلامي جمهوریت ټولو اسلامي هېوادونو ته لاس غځولی او ځان له هغوی سره یو ورور او په یوه عمومي او اساسي جبهه کې ګڼي.

امام خامنه يي د اسلامي دولتونو همکاري او همفکري، د ظالمو او تیریګرو قدرتونو د تيري، تعرض او باج غوښتلو پر وړاندې خنډ وباله او ويې ويل: له بده مرغه نن سبا له کمزورو دولتونو او ملتونو څخه باج غوښتل د سترو قدرتونو يو عام او ښکاره عمل ګرځېدلی چې د هغوی په مقابل کې، موږ اسلامي هېوادونه باید د اسلامي نړۍ له حقوقو دفاع وکړو او د امریکا او غیر امریکایانو باج غوښتلو ته اجازه ورنه کړو.

هغوی د صهيونیسټي رژيم او د هغې د ملاتړو د جنايتونو له امله د فلسطين او لبنان زیانمنتیا ته په اشارې سره، د دغو مصيبتونو په مقابل کې د اسلامي نړۍ د درېدو پر ضرورت باندې ټینګار وکړ او زياته يې کړه: د اسلامي هېوادونو په يووالي، اتحاد او خواخوږۍ سره، نور د خپلو کارونو حساب کوي او هيله لرو چې د اسلامي هېوادونو چارواکي وکولای شي په خپل همت او انګیزې او حرکت سره، په رښتینې توګه اسلامي امت رامځته کړي.

د دغې لیدنې په پیل کې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکتر پزشکیان "عزت، سرلوړي، یووالی، بخښنه، ورورولي او له مظلومانو سره مرسته" د مسلمانانو لپاره د روژې د مبارکې میاشتې ترټولو مهم درسونه وبلل او د اسلامي هېوادونو سفیرانو ته یې په خطاب کې، د اسلامي نړۍ د نن ورځې دنده د اختلافونو ختمول او د صهیونیسټي رژیم او د اسلام  د دښمنانو په خلاف د یوه واحد لید لوري رامنځته کول یاد کړل  او ټینګار یې وکړ: اسلامي جمهوریت د ټولو اسلامي هېوادونو په لور د دوستۍ او ورورولۍ لاس اوږدوي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i158664

captcha